د نیمروز ولایتي مسوولینو په دغه ولایت کې د ۹ ټنه انساني درملو د قاچاق د مخنیوي خبر ورکړی دی.
د دغه ولایت د فرعي ګمرکاتو مسوولینو ویلي، چې د زرنج ښار په درېیمه حوزه کې يې په ۸ موټرو کې ځای پر ځای شوي ۷ ټنه او ۳۲ کیلوګرامه درمل او ۸۵۶ کیلوګرامه توکو د قاچاق مخه نیولې ده.
سرچینې زیاته کړې، چې یاد شمېر درمل له پاکستان هېواد څخه واردېدل، چې له نیول کېدو وروسته د ګمرک ریاست ته سپارل شوي دي.
