هندۍ رسنیو راپور ورکړی، چې د لشکر طیبه یو وسله وال چې بنګلهدېش کې یې د پاکستان استخباراتي ادارې ISI په لارښوونه د هند ضد فعالیتونه تنظیمول، نن «دوشنبه» نوي ډیلي ته څېرمه نیول شوی دی.
د راپور له مخې، نیول شوی کس شبیر احمد لون نومېږي، چې په راجا او کشميري هم مشهور دی، اصلاً د جمو او کشمیر د سرینګر ولسوالۍ د کنګن اوسېدونکی دی.
هندي چارواکو ویلي، چې امنیتي ادارې اوس له نوموړۍ تحقیقات کوي ترڅو د نوموړي د شبکې پراخوالی، د ګومارنې لارې، د تمویل سرچینې او په هند کې احتمالي اهداف وپېژني.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا کانګرس تازه ویلي، ترهګرې ډلې پاکستان کې خوندي پټنځایونه لري او د دغه هېواد د استخباراتو په ملاتړ پر ګاونډیو هېوادونو بریدونه تنظیموي.
