د هندوستان امنیتي ادارو د دغه هېواد په پلازمېنه نوي ډیلي کې د نن (دوشنبه) ماښام تر خونړۍ چاودنې وروسته بېړنی امنیتي حالت اعلان کړی.

هندي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه ښار په ډېرو برخو کې امنیتي ځواکونه ځای پرځای شوي او ځای ځای پلټنې دوام لري.

هندي امنیتي مسؤلینو ویلي د «CCTV» کېمرو په مرسته د چاودنې په تور څو مشکوک کسان نیول شوي دي.

چاودنه نوي ډیلي کې «لعل کلا میټرو سټېشن» ته څېرمه په یوه موټر کې شوې، چې ظاهراً یې لامل د موټر سلنډر ښودل شوی.

په دغه چاودنه کې تر دې مهاله د څه باندې ۲۰ تنو مرګ‌ژوبله تائید شوې او دغه شمېرې د لوړېدو په حال کې دي.

هندي چارواکو د چاودنې څرنګوالي او لامل په اړه څه نه‌دي ویلي؛ خو د پاکستان پوځ پورې تړلې رسنۍ لا د مخه وضاحتونه ورکوي چې دا د هند جعلي عملیات دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version