د هندوستان لومړي وزیر، نریندرا مودي نوي ډیلي کې د نن (دوشنبې) ماښام تر چاودنو وروسته د خپلې کابینې له یو شمېر چارواکو سره کتلي.
نریندرا مودي پر خپلې ایکس پاڼې دغه چاودنه کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي کړې او هیله یې څرګنده کړې چې ټپیان به ژر روغ شي.
نوموړي پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي: «د کورنیو چارو وزیر امیت شاه جي او نورو چارواکو سره د وضعیت په اړه ليدنه وشوه.»
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، په دغه چاودنه کې شاوخوا ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
