د نیمروز د چاپېریال ساتنې ریاست مسوولین وایي چې ایران ته د ۱۴ باز مرغانو د قاچاق مخه نیول شوې او ۴۸ کمیابه مرغان فضا ته الوځول شوي دي. 

دې ادارې نن یکشنبه په يوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا مرغان د دوی د نسل‌ژغورنې په موخه طبعیت ته خوشې شوي دي.

د نيمروز د چاپيريال ساتنې ادارې مسوولینو په وینا چې په دې کمیابه مرغانو کې ۱۱ بادخورک، ۵ بودنه، ۱۳ کوترې او یو «جَل» مرغان شامل وو چې په غیرقانوني توګه ښکار شوي وو.

د نیمروز د چاپېریال ساتنې ریاست د معلوماتو له مخې چې د یاد ولایت په ګډون په ټول هېواد کې د مرغانو پر ښکار کلک بندیز لګېدلی دی او د يا ښکار په تړاو یې اووه کسان نیولي دي.

یاد ریاست ټینګار کړی، هغه کسان چې مرغان ښکار کوي، عدلي او قضايي ارګانونو ته په ورپېژندلو سره به له دوی سره قانوني چلند کېږي.  

د يادونې وړ ده چې د اسلامي امارت د مشرتابه د يوه فرمان له مخې په ټول هېواد کې د مرغانو او وحشي ژويو ښکار ممنوع دی او له مجرمينو سره به یې قانوني چلند کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version