نړۍوالو رسنیو راپور ورکړی، چې واشنګټن او تهران یوې لنډې؛ خو مهمې مسودې ته نږدې شوي چې موخه یې د روانو کړکېچونو پای ته رسول دي.
د راپور له مخې، واشنګټن له ایران څخه غوښتي چې د یورانیمو غنيکول ودروي، په بدل کې به یې پر دغه هېواد لګېدلي اقتصادي بندیزونه نرم یا لرې شي او د ایران میلیاردونه ډالر کنګل شوې شتمنۍ به ازادې شي.
راپور زیاتوي چې امریکا له ایران څخه غوښتي چې په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې د هوکړې پر څو اساسي مواردو خپل دریځ روښانه کړي.
