‏نړۍوال بانک په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د افغانستان اقتصاد په پرله‌پسې دویم کال هم د پرمختګ پر لور روان دی.

یاد بانک ویلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې به د افغانستان ناخالص کورنی تولید ۴.۳ سلنه وده وکړي، په داسې حال کې چې دا کچه په ۲۰۲۴ کال کې ۲.۵ سلنه وه.

نړۍوال بانک د اوبیزو غنمو د حاصلاتو زیاتوالی، د کانونو او ودانیزو فعالیتونو پراختیا، د انفلاسیون ټیټه کچه، د افغان کډوالو راستنېدل او د خدماتو او صنعت په برخو کې د فعالیتونو زیاتوالی د دې ودې مهم لاملونه بللي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version