د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې روانه اوونۍ د پاکستان پوځي رژیم له بندخونو ۴۹۱ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي.

یاد وزارت د کندهار او ننګرهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاستونو له قوله ویلي، چې له دې ډلې ۳۷۹ تنه د تورخم او ۱۱۲ تنه د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي.

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، یاد کسان د استوګنیزو سندونو د نه لرلو له امله د یاد رژیم په بېلابېلو بندخونو کې ساتل کېدل.

وزارت زیاته کړې، چې یاد افغان کډوال تر ثبت او مرستو ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version