د کورنیو چارو وزارت وایي، د نیمروز امنیه قومندانۍ منسوبینو د دغه ولایت په مربوطاتو کې د لسګونه میله وسلو، نشهیي توکو او درملو د قاچاق مخنیوی کړی.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، امنیتي ځواکونو د یاد ولایت په مربوطاتو کې یو تن د ۴۰ میله کلاشینکوفونو د قاچاق په تړاو نیولی، چې تر لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
دغه راز د نیمروز پولیسو د هلمند ــ زرنج د لویې لارې په اوږدو کې د پلټنو پر مهال یو تن له ۵۷ کېلوګرامه تریاکو سره نیول شوی دی.
ورته مهال، د نیمروز د لویې لارې د لومړي کنډک منسوبینو یو تن د ۱۷۶ کارتنونو انساني درملو د قاچاق په تړاو نیولی دی.
