د نیمروز ځايي مسوولین وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې یې په دغه ولایت کې بېلابېل نشه‌يي توکي او تېزاب نیولي وو، چې د محکمې د پرېکړې پر بنسټ یې ټول وسوځول.

د نیمروز له ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، یاد نشه‌يي توکي د امنیه قومندانۍ د نشه‌يي توکو مدیریت له لوري راټول شوي وو.

د نشه‌يي توکو د سوځولو پر مهال د نیمروز والي محمد قاسم خالد وویل، د اسلامي امارت د مشرتابه مقام د حکم پر بنسټ د نيمروز په شمول په ټول هېواد کې د هر ډول نشه‌يي توکو کارول او قاچاق په مطلق ډول بند او له سرغړوونکي سره يې قانوني چلند کېږي.: «د مشرتابه محترم مقام د ياد حکم د پلي کولو لپاره د تر سره شوو اقداماتو په لړ کې د نیمروز امنيه قومندانۍ د نشه‌يي توکو مدیریت له لوري په تېرو شپږو میاشتو کې ٧٠٠٠ کيلو نشه‌يي توکي او بېلابېل تېزاب راټول شوي، چې تاسو یې د سوځولو شاهدان ياست.»

نوموړي د نیمروز له ولسونو وغوښتل، په هېواد کې د نشه‌يي توکو استعمال او قاچاق په مطلق ډول بند دی.

تاسو هم د دې ناوړه پديدې له کارولو او قاچاق څخه په کلکه سره ډډه وکړٸ او پرځاى يې حلالې کرکېلې ته مخه وکړئ ترڅو خپلو اولادونو ته حلاله نفقه پيدا کړئ.

د خالد په خبره، په نیمروز کې به د نشه‌يي توکو د استعمال او قاچاق کچه صفر ته راکمه کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version