د ۲۰۷ الفاروق قول اردو مطبوعاتي دفتر ویلي، چې د دغې قول اردو د نهمې سرحدي لواء ځواکونو د هرات په غوریان ولسوالۍ کې اته تنه د غیر قانوني ښکار په تړاو نیولي.

د یادې قول اردو د خبر له‌مخې، یادو کسانو په غوریان ولسوالۍ کې نادر او کم‌یابه مرغان ښکارو کول.

سرچینه زیاتوي، چې نیول شوي کسان به تر لومړنیو څېړنو وروسته اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.

د ویلو ده، چې پر هېواد د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د طبیعت ساتنې په موخه د کم‌یابه مرغانو د ښکار او ځنګل وهنې مخنیوی شوی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version