د پرځول شوي جمهوريت پر مهال پاکستان کې د افغانستان سفير نجيب الله عليخېل د پاکستان د استخباراتي ادارې له لوري د افغان حکومت د مخالفينو او پخوانيو سياسيونو د اټکل شوې غونډې کوربتوب ته په غبرګون کې ويلي، چې د افغانستان د قضایاو حل او د افغان ولس د زخمونو علاج، یوازې د بین الافغاني مذاکراتو له لارې او هم په وطني او ملي احساس سره ممکن ده.
نوموړي همدا راز د پرديو په اجنډاوو د هېواد ثبات ناممکن بللی او زياته کړې يې ده: «د هېواد تریخ تاریخ او بدو تجربو ښودلې، چې د نورو اجنډاوو پر اساس په پرديو ملکونو کې را غونډېدل، افغانان سیاسي حل او دايمي ثبات ته هېڅکله هم نشي رسولای.»
د ایاېسای له لوري د يادې غونډې جوړېدو ته تر دې وړاندې هم ګڼ غبرګونونه ښودل شوي او د پاکستان ياده چاره يې د افغانستان د ثبات زيانمنولو ناکامه هڅه بللې ده.