
د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د لسمې سرحدي لواء ځواکونو ۸۷۰ تنه هغه کسان نیولي، چې غوښتل یې په ناقانونه ډول ایران ته واوړي.
د یادې قول اردو رسنیز دفتر وایي، چې دغه اقدام د سرحداتو د امنیت د ټینګښت او د انساني قاچاق د مخنیوي په موخه شوی دی.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هم د یادې قول اردو ځواکونو له پولې د غیر قانوني اوښتو په تور سلګونه کسان نیولي دي.

