‏د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د لسم سرحدي لواء ځواکونو ۵۰۷ تنه هغه کسان نیولي، چې غوښتل یې په ناقانونه ډول ایران ته واوړي.

د یادې قول اردو رسنیز دفتر وایي، چې دغه اقدام د سرحداتو د امنیت د ټینګښت او د انسانانو د قاچاق د مخنیوي په موخه شوی دی.

سرچینه زیاتوي، چې د پولو خوندیتوب او د انساني قاچاق مخنیوی یې له لومړیتوبونو څخه دي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هم د یادې قول اردو منسوبینو له پولې د غیر قانوني اوښتو په تور سلګونه کسان نیولي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version