وحیدالدین حیدر
د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د هیواد په ټولو سرحدونو کې افغان سرتېرو ته ویلي چې تاسې هر یو د دفاع وزیر یاست، د هېڅ دښمن برید بې ځوابه مه پرېږدﺉ.
د عسکرۍ په قانون کې قومنده جګړه ده، نظامي اتوریته کې د قومندې اخیستو انتظار په دغسې حالت کې چې دښمن پر باندې بلوسیږي او سرتېری دېته په تمه ناست وي چې ودرېږه ماته قومنده وشي، دا انتظار ملي خیانت دی.
په تېر نظام کې کونړونه د پاکستان تر سختو توپخانې بریدونو لاندې راغلل، ډېر کورونه یې وویشتل، ماشومان او ښځې یې شهیدان کړل او خلکو خپلې سیمې پرېښودې، کرزي به وویل موږ پاکستان ته ځکه نظامي ځواب نه ورکوو چې د پولې پورې غاړه پښتانه هم زموږ قام دی، خو دا د کرزي د دروغو کیسه وه او ملت ته یې په سترګو کې شګې اچولې، که د کرزي دا خبره رښتیني وای لږ تر لږه به یې پورې غاړه کورونه نه ویشتل، بلکې د پاکستان نظامي اهداف به یې ویشتلي وای لکه څنګه چې د افغانستان امارت سرتېرو ډنډپټان ولسوالۍ کې د پاکستان نظامي اهداف تر درنو بریدونو لاندې ونیول، د جنرالانو په کچه یې نظامي کسان ور ووژل.
هغه مهال کرزي ته یې په ختیځ کې د سرحدي قومندان استعفا وړاندې کړې وه، ویل زه یو نظامي یم او نشم کولای چې د ریفريانو دنده مخ ته یوسم، هره ورځ ارګ او دفاع وزارت ته د دښمن توپخانې بریدونو شمېر ولېږم.
کرزي د پاکستان په وړاندې د غبرګون متره ځکه نه لرله چې هغه ته داودزي تورو خلطو کې پیسې راوړلې، نو ښکاره خبره ده چې کس که نان میته فرمان میته.د اسلامي امارت رهبري سوچه اسلامي او وطني رهبري ده، نه د چا ډوډۍ خوري نه د چا فرمان مني، خدای او وطن ورته هغه ارزښتونه دي چې له امیر نه واخله تر ملازمه پورې ترې نه تېرېږي، هر سرباز لکه د باز په دښمن غورځنګونه کوي او کږې خولې یې په فولادي سوکانو سموي.
د ولس او لیلی وطن سره یې تعهد همدا دی :موټی خاوره د وطن به پرې ورنه کړم، که په سر د ځمکې هر وطن خُتن شي، خپله خاوره به په خپلو وینو پالم که حاجت یې قرباني زما د تن شي، د اوبو په ځای د زړه وینې به ورکړم که محتاجه ښیرازۍ ته دا چمن شي، اوکه غلیم له ما بری یووړ محبوبې ستا پړونی دې زما د تن کفن شي