عبدالستار محمدي(هزاره/شيعه فعال) ویلي «مقاومت جبهه په اصل کې د تاجکستان جبهه ده او دا د ملي ارزښتونو خلاف يو حرکت او مقاومت دی چې هميشه د هيواد د بربادۍ، سمتي، قومي او ژبني تعصب ته اهمیت ورکوي، دا جبهه د هیواد د نورو قومونو مشروع حقونو ته نه دي قايل او غواړي د نورو په لمسون(چې اشاره يې تاجکستان ته ده) تعصباتو ته په لمن وهلو سره خپل نامشروع جنګ ته دوام ورکړي».
عبدالستار حسینی چې د عبدالعلي مزاري له نږدې او مخکښو ملګرو څخه دی، په داسې حال کې دا خبرې کوي چې خپله هم د هزارستان تر عنوان لاندې په اروپايي هيوادونو په ځانګړي ډول په پاريس، برلين او مونيخ ښارونو کې فعاليتونه ترسره کوي او په دې باور دی چې د مقاومت جبهې رهبري يو غير هزاره رهبري ده چې تېرو تجربو ته په کتلو يوه مردوده ګزینه ده.
همداراز حسيني په شيخ مشکور او محقق سختې نيوکې کړي چې د مقاومت او تاجکستان جبهې غيږې ته يې ځانونه اچولي دي.
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې بهر کې د مېشتو هزاره فعالانو او د شر او فساد ډلې د ملاتړو تر منځ پراخ تاوتريخوالی رامنځته شوی.