د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال کابل کې یوې غونډې ته ویلي، د افغانستان اقلیم د یو شمېر هېوادونو له لوري خراب شوی او نړۍ د دې مسئولیت لري، چې چاپېریال ساتنې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
ښاغلي شېر محمد عباس ستانکزي ویلي، که نړۍ د اقیلمي بدلون برخه کې خپل مسوولیت ترسره نه کړي له افغانانو سره لویه جفا کوي.
نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت د نړۍ مهمو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو غوښتونکی دی او نه غواړي افغانستان یو ځل بیا نورو هېوادونو سره په تقابل کې واقع شي.
ښاغلي ستانکزي همدا راز دې ناسته کې له نړېوالو غوښتي، چې د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون برخو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.