لیکوال: اېمل پښتون

د ١٤٠٢/٧/٢٧ نېټه د پخوانۍ اردو د ځانګړو ځواکونو د پخواني قوماندان سمیع سادات په مشرۍ د “افغانستان متحدې جبهې” په نوم یوه نوي سازمان په امریکا کې خپل شتون اعلان کړ.

دغې جبهې ویلي، چې د دې جبهې د جوړېدو موخه “د طالبانو له اشغال څخه د افغانستان ازادول، د افراطي ډلو ځپل” او د دې هېواد د وګړو هوساینه ده.

د ده په باور، دغه هېواد له امریکایانو څخه طالبانو اشغال کړی دی، دوی د افغانستان اصلي مالکین امریکایان بولي، ځکه دوی له دغه ځای څخه د واشنګټن ساتنه کوله، چې طالبانو په خپل راتګ سره د دوی دغه ماموریت ته د پای ټکی کېښودل شو.

دوی ادعا کړې ده، چې بل هدف یې د هېواد د وګړو هوساینه ده. خو ناخبر له دې چې د دوی په تګ سره د هيواد وګړو ايله د آرام ساه واخیسته، ايله د هېواد وګړي له غلا، چور، چپاول او فحشا څخه په امن کې شول، ځکه مفسدین خپل اصلي ټاټوبي (امريکا) ته ستون شول.

او همدارنګه د افغانستان د متحدې جبهې مشر سمیع سادات د دغې جبهې د موجودیت د اعلانولو پر مهال وویل: چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له واک ته رسېدو سره، افغانستان یو ځل بیا د سپټمبر د یوولسمې د حملو د اصلي عاملینو لاس ته ورغی، چې د سیمې او نړۍ لپاره خطرناک دي.

دی ځان دومره هوښیار بولي چې خپلو بادارانو(امریکایانو) ته په غيرې شعوري ډول اطلاع ورکوي، چې ګورئ افغانستان یوځل بیا د ترهګرو په پټنځای بدلېږي، خو دی له دې هم ناخبره دی چې دی د امریکایانو د لوبو نانځکه ده او په خپله غېږ کې یې اړوي را اړوي.

سمیع سادات د طالبانو په لاس د کابل له سقوط یوه ورځ وړاندې، د هغه وخت د ولسمشر له خوا د کابل د عامه امنیت د ریاست سرپرست وټاکل شو، خو په دوهمه ورځ يې پتلون د جګړې په ډګر کې پرېښود او له بادار سره یې په تېښته بریالی شو.

که څه هم طالبانو په رسمي توګه اعلان کړی، چې د افغانستان له اسلامي امارت پرته، هیڅ سیاسي ګوند ته اجازه نه ورکوي، چې په افغانستان کې فعالیت وکړي.

خو د تښتېدلو مشرانو او قوماندانانو لپاره د پخوا په پرتله، د سياسي ګوند جوړول اسانه شوي دي. ځکه دوی نور اړ نه دي، چې د خپل ګوند د غړو شمېر ۱۰۰۰۰ تنو ته لوړ کړي او د جواز ترلاسه کولو لپاره د عدلیې وزارت قانوني شرایط پوره کړي.

د ګوند د جوړولو لپاره اوس دا اړینه نه ده، چې حتی د تنظیمي جوړښت، مرکزي دفتر او ولایتي دفترونو او نورو تعریف هم وکړي، دوی کولی شي یوازې په فیسبوک، ټویټر او نورو اجتماعي رسنیو کې خپل شتون اعلان کړي، د طالبانو پر ضد څو شعارونه ورکړي، خندوونکي درواغ او افواهات ووایي او د رسنیو پام ځانته راجلب کړي.

د هغه په زړه پورې اکټونه د پوځي یونیفورم سره، چې د هندي فلمونو د اتلانو ښکارندويي کوي، لکه په ریښتیا چې یوه فلمي صحنه جوړوي، له مينه والو د سپورت او تمرین غوښتنه کوي، زما په فکر دی اوس هم په یوه خيالي دنيا کې اوسي.

نوموړي دا هم وویل: چې دغه جبهه له طالبانو سره په جګړه کې له امریکا څخه د پوځي مرستو غوښتنه نه کوي. خو هغه “سیاسي او اخلاقي” ملاتړ غواړي او له واشنګټن څخه یې وغوښتل چې “د طالبانو له رژیم سره هر ډول ملاتړ ودروي”له سیاسي او اخلاقي ملاتړ څخه يې هدف څه دی؟ کېدای شي له اخلاقي مرستې څخه يې هدف د دفتر لپاره د چای او انترنت د MBیانو ترلاسه کول وي.

ځکه د طالبانو پر وړاندې يې بادار هم سیاسي، اخلاقي او پوځي ماته خوړلې ده.د نظامي ملاتړ سوال يې نه له بادار سره پيدا کېږي نه له غلام سره، ځکه په نظامي اړخ کې یې خپله زهرجنه تجربه ورته کفایت کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version