د هلمند د صنعت او سوداگرۍ ریاست وايي، په دغه ولایت کې اوسمهال ۱۴۵ کارخونې فعاله دي، چې بېلابېل توکي تولیدوي او هم یې لسگونه کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

د ریاست د مسوولینو په خبره، د هلمند ډېری خلک په خصوصي سوداگرۍ بوخت دي او ورځ تر بلې په دغه ولایت کې خصوصي سکتور د پراختیا په حال کې دی.

د هلمند ځايي پانگه‌وال وايي، اوس د بشپړ امنیت له برکته په دغه ولایت کې پانگونې ته د پانگه‌والو لېوالتیا ډېره شوې او تمه شته چې کورني او بهرني پانگه‌وال به په دغه ولایت کې پانگونې ته زړه ښه کړي.

هلمند کې تېره اوونۍ هم د چرگانو د دانې یوه کارخونه فعاله شوې وه، چې ورسره د هلمند د چرگانو د فارمونو اړتیاوې به پوره کوي او هم به څنگ لورو ولایتونو ته د چرگانو دانه صادروي.

په ټول هېواد کې د بشپړ امنیت له برکته اوسمهال گڼ پانگه‌وال لېواله شوي، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پانگونه وکړي.

په هېواد کې ډېری پانگه‌وال شکایت کوي، چې د پانگونې ادارې پروسیجر ډېر اوږد دی او د صنعت او سوداگرۍ وزارت باید دغه اوږد پروسیجر راکم کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version