ايران بالعربية په يوه راپور کې ويلي، چې محمد باقر ذوالقدر د علي لاریجاني تر وژل کېدو وروسته د ایران ملي امنیت عالي شورا د نوي مشر په توګه ټاکل شوی دی.
باقر ذوالقدر د علي لاریجاني له نژدې ملګرو او د سپاه پاسداران له لوړپوړو قومندانانو څخه دی، چې په نظامي، قضايي او امنیتي برخو کې یې مهمې دندې ترسره کړې دي.
نوموړي د سپاه پاسداران مرستیال، د دغه ځواک رئیس ارکان او د “رمضان” قرارګاه د قومندان په توګه کار کړی دی.
د نظامي چارو ترڅنګ، هغه د ایران قضاییه قوې ستراتیژیکو چارو او د جرمونو مخنیوي ادارې مرستیال، د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال او د وسله والو ځواکونو درستیزوالۍ په چوکاټ کې د بسیج ځواک چارو مسؤل هم پاتې شوی دی.
#هندوکشغږ
