د هندوستان بهرنیو چارو وزیر، جیشنکر له خپل افغان سیال، مولوي امیرخان متقي سره ټلیفوني خبرې کړي او د زلزلې د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

بهرنیو چارو وزارت وایی، شنکر دې ټلیفوني مکالمه کې افغان حکومت ته د ۱۵ ټنه عاجلو بشري‏ مرستو د تسلیمولو خبر ورکړی.

جي‌شنکر خپل افغان سیال ته ډاډ ورکړی چې هیواد به یې ډیر ژر د درملو او خوړو په برخه کې نورې اړینې مرستې هم وکړي.

ورته مهال د هېواد د بهرینو چارو وزیر، له خپل هندي سیال څخه د د زلزلې په دې ناورین کې د خواخوږۍ او د افغانانو لاسنیوي څخه مننه کړې او اړمنو خلکو ته یې د یادو مرستو د پر وخت رسولو ډاډ ورکړی دی.

همداراز دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا او سیمه‌ییزو مسایلو خبرې کړې او هند ته د ښاغلي متقي د وروستي سفر د پایلو پر تعقیب یې ټینګار کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version