پېښه هغه مهال رامنځته شوې، چې پوليس د ګزمې په حال کې و او د تېلو په سټيشن کې د دمې لپاره ولاړ و.
په هلاک شويو پوليسو کې د شاه خالد، حاجي محمد، ګل زاده، سخي زاده او انصاف الدين په نومونو پنځه تنه نور هم شامل دي.
د يادې پېښې او شپږ پوليسو د هلاک کېدو خبر پاکستاني رسنيو هم تاييد کړی دی.
