هندوستان ټایمز هندۍ ورځپاڼې، د دغه هېواد د امنیتي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې په پهلګام کې شوی خونړی برید چې له امله یې ۲۶ سیلانیان وژل شوي و، د پاکستان استخباراتي ادارې (ISI) او لشکر طیبه له‌ خوا پلان شوی و.

راپور زیاتوي، دا برید د پاکستان د سیاسي او پوځي رهبرۍ په مستقیې لارښوونې ترسره شوی او موخه یې د سیمې بې‌ثباته کول، د وېرې خپرول او د هند د امنیتي وضعیت کمزوری کول و.

پاکستان بیا تر اوسه د هندي چارواکو ددغو ادعاو په تړاو څه نه دي ویلي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version