شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp هندۍ رسنۍ وايي، د دې هېواد امنیتي ځواکونو د جمو او کشمیر په سامبا ولسوالۍ کې د پاکستان هغه ډرون نيولې چې د وسلو د قاچاق لپاره کارول کېده.د معلوماتو له مخې، ځايي اوسېدونکو په پالورا کلي کې د ډرون شکمن حرکات لیدلي، امنیتي ادارو ته یې خبر ورکړی، سیمه کې تصفیوي عملیات پيل شوي او د سرحدي امنیت ځواک د جمو او کشمیر پولیسو سره یوځای دوه تومانچې، یو لاسي بم، درې مجلې او څه نور تجهیزات نیولي دي. له دې معلومیږي چې پاکستان په زیاتېدونکې توګه د وسلو او مهماتو لپاره له ډرون کار اخلي ترڅو د نفوذ ضد له شبکو څخه تېر شي. دا تجهیزات په داسې حال کې نیول شوي چې هند کې د “جمهوریت ورځې/Republic Day” نمانځنې ته دوه اوونۍ پاتې دي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتين: افغانستان کلونه کلونه د کورنۍ جګړې ښکار و، اوس طالبان د دغه هېواد حالات او قدرت تر خپل کنټرول لاندې لري، دا یو واقعیت او حقیقت دی چې باید ویې منو5 دسمبر 2025
د پاکستان د روایت بدرګه؛ داوود ناجي وايي، اسلامي امارت د ټيټيپي له امله پاکستان سره په شخړه کې دی.8 نوومبر 2025