د ټولګټو چارو وزارت وایي، چې په تېره اوونۍ کې (د ۱۴۰۵ هـ.ش. کال د ثور له ۴مې نېټې څخه تر ۱۰مې) نېټې پورې د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې ۲۲۹زره او ۵۳۶ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د یاد وزارت په وینا، تر ټولو ډېر انتقالات د حیرتان بندر له لارې شوي، چې په‌کې نفتي او غیر نفتي توکي شامل دي.

د معلوماتو له مخې، ‏د انتقالاتو له منځه ۲۶۲ ټنه صادرات دي، چې ټول د انارو جوس دي.

د ټولګټو وزارت ډاډ ورکړی چې هڅه کوي د اوسپنې پټلیو له لارې سوداګرو ته د توکو د لېږد رالېږد لپاره لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version