د افغانستان برښنا شرکت خبر ورکړی، چې هېواد ته د ازبکستان وارداتي برښنا مزي نایب‌ اباد ـ پلخمري ترمنځ، په تاشقرغان تنګي کې د تخینکي ستونزو له امله پرې شوې دي.

د خبر له مخې، د برښنا د پرچاوۍ له امله د سمنګان، بغلان، پروان، پنجشېر، کاپیسا، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، میدان وردګ، غزني، ننګرهار او لغمان ولایتونو وارداتي برېښنا پرې شوې ده.

د افغانستان برښنا شرکت ویلي، چې اړوندې تخنیکي ډلې یې د ستونزې د حل لپاره سیمې ته رسېدلې؛ خو د نامناسب اقلیمي وضعیت له امله، د یادې ستونزې د حل په چارو کې د ځنډ احتمال شته.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version