هندي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد مېګالایا ایالت د ډبرو سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۸ تنه وژل شوي او ګڼ نور لادرکه دي.

پېښه تېره ورځ (پنجشنبه) د میګالایا ایالت په جینټیا هیلز ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

چارواکو ویلي، د ژغورنې ډلې، پولیس او ځايي ادارې سیمې ته استول شوي او د بند پاتې کسانو د ژغورنې هڅې روانې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version