د پنجشیر ولايت مقام رسنيز دفتر خبر ورکړی چې د روان کال له پیل راهیسې ۱۶۰ کورنۍ او شاوخوا ۲۰۰ پنجشېري ځوانان چې نورو هېوادونو ته وتلي وو بېرته پنجشېر ته راستانه شوي دي.

د خبرپاڼې پر بنسټ دا پنجشېري ځوانان، چې ډېرو یې د پخواني رژیم په ملکي او نظامي ادارو کې کار کاوه، هیواد ته له راستنېدو وروسته په پنجشیر کې د اسلامي امارت د سیمه ایزې ادارې لخوا په بېلابېلو څانګو کې په دندو ګمارل شوي دي.

خبرپاڼه زياتوي چې له ايران پاکستان او ترکیې څخه راستانه شوي دا پنجشيري ځوانان چې ډېری یې تر ماسټرۍ او دوکتورا کچې زده کړې لري په امارتي ادارو، نړیوالو سازمانونو خصوصي سکتور، او په ځانګړي ډول د کانونو په برخه کې په دندو ګمارل شوي.

په ورته وخت کې د پنجشیر ولایت والي ټولو هېواد ته راستانه شويو پنجشېري وګړو ته هرکلی ویلی او وعده یې ورکړې چې نورو ستونزو ته له رسيدګي سربېره به یې د ولايتي اداراتو خالي بستونو ته د ازاد او شفاف رقابت له لارې جذب کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version