د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینکسي پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې، ځواکونو یې په کرسک سیمه کې د شمالي کوریا دوه سرتېري ژوندي نیولي‌ دي.

د شمالي کوریا سرتېري چې شمېر یې ۱۰ زره او یا له دې زیات اټکل شوی دی د روسیې په ملګرتیا د اوکراین په جګړه کې ښکیل دي.

زیلنسکي زیاته کړې ده چې، د شمالي کوریا دوه نیول شوي سرتېري کیف ته انتقال شوي دي او د اوکراین د کورني اطلاعاتو سازمان ورسره په تماس کې دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version