د پرځېدلي جمهوریت د اجرائيه ریاست پخواني ویاند، مجیب‌الرحمن رحیمي د تېر په څېر یو ځل بیا په کلیشه‌یي او بې بنسټه څرګندونو مخالفت کړی. هغه ویلي چې اوسنی افغان حکومت د افغانستان ملي منافع د پردیو وسلوالو ډلو لپاره قرباني کوي. دا څرګندونې، چې په ظاهره د ملي ګټو د دفاع په نوم شوې دي، په حقیقت کې د یوه شړېدلي او ناکام روایت تکرار دی؛ هغه روایت چې د جمهوریت د ناکامو څېرو له خوا د شخصي او سیاسي موخو لپاره تکرارېږي، خو حقیقت بېل دی؛ یو هېواد د پردیو د ګټو لپاره قرباني کېدل، یوازې د یوه شخص او یوې ډلې موضوع نه ده، بلکې دا ډېر پراخ بحث دی.

رحیمي غواړي چې لمر په دوو ګوتو پټ کړي او یو عارفانه تجاهل وکړي؛ هغه غواړي نوی افغان حکومت د ملي ګټو پر ځای د بهرنیو ډلو په ملاتړ تورن کړي او د ګاونډي هېواد اجنډا تبلیغ کړي، خو دا بیا نه یادوي چې د پرځېدلي جمهوریت پر مهال افغانستان څنګه د امریکا، ناټو او د دوی د ملګرو په ګډو لوبو کې تر پښو لاندې دل شو، چې پایله یې د هېواد اشغال، اداري فساد، بې‌ عدالتي او بشري جنایات وو. هغه کسان چې د پرځېدلي جمهوریت پر مهال یې د پردیو په مرستو او د سیسټم دننه له مقامونو، بودیجو او ځانګړو امتیازاتو څخه برخمن وو، نن بیا د هماغې ناکامې دورې د سپینولو هڅه کوي.

د پردیو ګټې هغه وخت خطرناکه کېږي، چې د ملت له ارادې او ملي مصالحو سره په ټکر کې وي. د امریکا د شل کلن حضور پر مهال، اکثره پریکړې د افغان ملت له غوښتنو پرته، د واشنګټن او نورو بهرنیو قوتونو په خوښه عملي کېدې. رحیمي او ورته څېرې اوس د ملي ګټو په نوم د حکومت پر ضد تبلیغ کوي، خو ولس دا خبره نه هېروي چې د همدې کسانو د پالیسیو له امله هېواد د جګړو، اداري فساد او بهرني نفوذ ښکار شو. دوی هغه مهال د امریکا اشغال ته د مشروعیت رنګ ورکاوه او اوس یې د پاکستان تېري ته ورکوي. په حقیقت کې، افغانستان هغه وخت د پردیو ګټو قرباني شو، چې د رحیمي په څېر خلک د قدرت له تندې سره، د پردیو پر ټانګونو سپاره د ملت په سر ور چنګاو شول.

نوی افغان حکومت د پرځېدلي جمهوریت په څېر نه دی، هر څه یې واضح دي. د پرځېدلي جمهوریت پر مهال د افغانستان ملي حاکمیت یو سمبولیک لفظ پاتې و. د هېواد د حریم نقض ته خپله حکومت مشروعیت ورکاوه، بهرني متجاوزین یې د ځان په ګټه ګڼل، داسې کال او میاشت به نه وه، چې پاکستان به خوست، پکتیا او کونړ ولایتونه په توپونو او مزایلو نه ویشتل، مګر په ټوله شل کلنه دوره کې چا ځواب ور نه کړ. نوی حکومت ټولو ولید چې څه یې ترسره کړل. د جمهوریت پر مهال چارواکو په کنفرانسونو او غونډو کې دا ادعا کوله، چې په هېواد کې تر شلو زیاتې ډلې فعالیت لري، مګر دا مهال له مرکزي حکومت پرته په ټول هېواد کې نور کوم ګوند او ډله نشته. رحیمي او ده ته ورته کسان د هماغه ادارې برخه وو، چې د بهرني اشغال ملاتړ یې کاوه او د داخلي فساد، دوه‌ مخي سیاست، ظلم، رشوت او قومي سیالیو له امله یې اداره ړنګه شوه.

په ټولنیزو شبکو کې د خلکو څرګندونې خورا واضحې دي، ډېری افغانان نور د هغو سیاسي څېرو په خبرو نه غولېږي، چې پخوا یې د پردیو اجنډاوې عملي کولې. رحیمي ته خلکو په ډېرو توندو لهجو په ټولنیزو رسنیو کې ځواب ورکړی، هغه يې د پخواني اشغال یوه برخه او ضمیر فروش انسان بللی، دی او د ده امثالهم یې نور په سیاست کې د خبرو کولو او نظر وړاندې کولو جوګه نه دي بللي، همداراز یې د رټل شوي، منفور او د تښتېدلي الفاظ ورته کارولي. ولس اوس د دروغجنو او تبلیغاتي ادعاوو پر ځای په واقعیت باور کوي. ولس د عمل، ثبات او ملي استقلال غوښتونکی دی.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version