ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي، چې د فلسطین په غزې تړانګه کې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله تر ۱۳ زرو زیاتې کورنۍ اغېزمنې شوې دي.
راپور زیاتوي، زرګونه کورنیو خپلې پاتې شتمنۍ هم له لاسه ورکړې او اوس په سخته یخنۍ کې بې له سر پناه پاتې دي.
ورته مهال د غزې تړانګې د پروګرامونو مسئول، ماهر سالم له ټولو مسئولو لوریو غوښتنه کړې، چې غزې ته بېړنۍ مرستې او خېمې ورواستوي.
سالم له یوې نړۍوالې رسنۍ سره مرکه کې دا هم ویلي چې د غزې روغتیایي سيستم په بشپړه توګه له کاره لوېدلی دی.
