
د عامې روغتیا وزارت وایي، هېواد کې د لومړي ځل لپاره د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې یوه ملي روغتون په خدماتو پيل وکړ.
د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د یاد روغتون پرانیستغونډه کې ویلي، ډېر ژر به دې روغتون کې د داخلي متخصصینو روزنې په موخه روزنيز تخصصي پروګرامونه هم پیل شي.
نوموړي زیاته کړې، چې دې روغتون کې د اسانتیاوو او غوره امکاناتو برابرولو لپاره اړین اصلاحات تر کار لاندې نیول شوي دي.
ورته مهال د عامې روغتیا وزارت د خدماتو مسئول مولوي عبدالولي حقاني ویلي، هڅه کوي، چې روغتیايي خدمات لا پیاوړي کړي، تر څو هېوادوال د درملنې لپاره د بهرنیو هېوادونو تګ ته اړ نه شي.
ورته مهال د اروپایي ټولنې استازو پرانیستغونډه کې له ګډون سربېره د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې په برخه کې د دوامدارې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

