Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»هېواد کې د څه باندې شل ميليارده افغانيو په ارزښت د برېښنا د لسو سترو پروژو تړونونه لاسليک شول
    افغانستان

    هېواد کې د څه باندې شل ميليارده افغانيو په ارزښت د برېښنا د لسو سترو پروژو تړونونه لاسليک شول

    عمران آغاعمران آغا27 مارچ 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د حکومت د رسنیو مرکز د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د رياست الوزرا د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر په شتون کې د افغانستان برېښنا شرکت له لوري د برېښنا د لس سترو پروژو تړونونه لاسليک شول.

    د سرچينې په وينا د يادو پروژو مجموعي ارزښت شاوخوا شل میلیارده، اوه سوه دوه پنځوس میلیونه افغانۍ دی، چې د عامه او خصوصي مشارکت او حکومتي بودیجې له لوري به تمويل شي.

    سرچينه زياتوي چې دا پروژې له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک شوې، چې ۲۲۸ مېګاواټه بادي، حرارتي (ګازي) او لمریزې برېښنا تولید، د سب سټېشنونو جوړول او مزو غځول پکې شامل دي.

    د مالوماتو له مخې په دې تړونونو کې د بلخ ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا تولید، په هرات ولایت کې د ۵ مېګاواټه لمریزې برېښنا تولید، په لغمان ولایت کې د ۱۰ مېګاواټه لمرېزې برېښنا تولید، په هرات ولایت کې د ۴۲ مېګاواټه بادي برېښنا تولید(چې د پلان شوي ۲۰۰ مېګاواټه برېښنا د تولیدي پلان لومړی فاز دی)، د لوګر ولایت په محمداغه ولسوالۍ کې د سب سټېشن جوړول، د ننګرهار په شیخ مصري کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا تولید، د جوزجان ولایت په شبرغان کې د ۵۰ مېګاواټه حرارتي (ګازي) برېښنا تولید او د لوګر ولایت په محمداغه ولسوالۍ کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا تولید پروژې شاملې دي.

    همدا راز بيا د برېښنا د مزو غځولو دوه پروژې چې يوه یې له زابل څخه تر کندهار پورې د غځېدونکې پروژې د پاتې چارو بشپړول او په سب سټېشنونو کې یې د SVC سستمونو نصبول او بله له کجکي څخه تر کندهار پورې د ۱۱۰ کیلو ولټ برېښنايي مزو د پاتې چارو بشپړول هم د دې تړون برخه دي.

    په پای کې سرچينې زياته کړې چې د برېښنا د یادو تولیدي پروژو تعرفه د پام وړ ټیټه او ځینې یې آن په ۳.۷ سېنټه هم شته.

    مخکینۍ مقالهپاکستاني طالبانو باجوړ کې یو کس د پاکستان استخباراتو ته د جاسوسۍ په تور هلاک کړی
    راتلونکي مقاله د سرپرست حکومت مرستيال وياند: تېر کال د هېواد په کچه ۴۱۰ چک‌‌ډيمونه‌ او ۴ ستر بندونه جوړ شوي

    مربوطه لیکنې

    د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې شوي

    5 اکتوبر 2026

    د افغانستان او روسیې بهرنیو چارو وزیرانو د دواړو هیوادوانو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

    5 اکتوبر 2026

    په څلورو ولایتونو کې د اسلامي شریعت د نفاذ او همغږۍ غونډې شوي

    5 اکتوبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 6 اکتوبر 2026

    اسرائیل د کورنۍ جګړې او دولتي سقوط له خطر سره مخ دی

    ډراپ سایټ نیوز په یوه راپور کې ویلي، چې د امریکا د استخباراتو ادارې (CIA)…

    د نن سه شنبې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ

    6 اکتوبر 2026

    د افغان حکومت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد: د افغانستان د مشرانو د نیولو په اړه د جرمونو نړیوالې محکمې موقف غندو او په رسمیت یې نه پېژنو

    5 اکتوبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    اسرائیل د کورنۍ جګړې او دولتي سقوط له خطر سره مخ دی

    6 اکتوبر 2026

    د نن سه شنبې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ

    6 اکتوبر 2026

    د افغان حکومت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد: د افغانستان د مشرانو د نیولو په اړه د جرمونو نړیوالې محکمې موقف غندو او په رسمیت یې نه پېژنو

    5 اکتوبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،199 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،141 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،264 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.