د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئیس، شفیع اعظم پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، چې هېواد کې ۱۵.۷ سلنه کارېدونکي نفت د افغانستان خپل تولید دی.

د نوموړي په وینا، ‏افغانستان هر کال نږدې درې ملیونه ټنه نفت له مختلفو هیوادونو واردوي.

هغه زیاته کړې، چې د نوو پروګرامونو له پلي کېدو سره به په نږدې راتلونکي کې هېواد کې د نفتو استخراج زیات شي.

ښاغلي اعظم هیله څرګنده کړې، چې په دې سره به د کورني بازار شاوخوا ۳۰ سلنه اړتیاوې د هېواد له داخلي تولیداتو څخه پوره شي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې څو ورځې وړاندې د افغان حکومت له لوري د امو دریا نفتي حوزه کې له پنځو نویو کیندل شویو پنځو څاه‌ګانو د نفتو د استخراج چارې پیل شوې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version