د امریکا د استخباراتي ټولنې متخصصینو د ایران د سیاسي جوړښت، امنیتي بنسټونو او ټولنیزو شرایطو ژوره څېړنه کړې او دې پایلې ته رسېدلي، چې د دغه هېواد موجود نظام د څو پیاوړو سیاسي او امنیتي بنسټونو پر بنسټ ولاړ دی او یوازې بهرنی فشار یې په اسانۍ نه شي نسکورولای.
په ارزونه کې ویل شوي چې د ایران سیاسي جوړښت یوازې د یوې څېرې تر واک پورې محدود نه دی، بلکې د مذهبي مشرتابه، امنیتي ادارو او اداري سیستم ترمنځ د واک په پراخه شبکه ولاړ دی.
شنونکي زیاتوي چې د دغه نظام نظریاتي بنسټ هم د هغه د دوام مهم عامل دی، او هر ډول اساسي بدلون به تر ډېره د ایران د داخلي سیاسي تحولاتو، ټولنیزو حرکتونو او اقتصادي شرایطو له بدلون سره تړلی وي، نه یوازې د بهرني پوځي فشار له لارې.
