امريکا ته د اسراییلو د لومړي وزير بنيامين نتنياهو سفر او د دې هېواد کانګرس ته وينا یې له پراخو غبرګونونو او لاريونونو سره مخ شوې.
لاریونوالو د واشنګټن ډي سي په زړه کې د کانګرس ودانۍ ته نږدې د اورګاډو د يوه تمځای مخې ته د اسراییلو بیرغ راښکته اور یې ورواچاوه او پر ځای یې د فلسطین بیرغ پورته کړ.
لاريونوالو د فلسطين لومړی وزير نتنياهو د غزې او فلسطين د خلکو قاتل ياد کړی او په خپلو شعارونو کې یې د نتنياهو انځور ته اور اچولی او په بورډونو یې له انځور سره جنګي جنايتکار ليکلي وو.
امريکا ته د نتنياهو سفر داسې مهال ترسره شو چې وروستۍ څو ورځې په غزه په تېره بيا په خان يونس ښار د صهيونيستي رژيم له لوري پراخ بريدونه ترسره شول چې پکې په سلګونه عام فلسطيني وګړي وژل شوي او ټپيان شوي دي.
د صهيونيستي رژيم وروستي بريدونه نه يواځې په امريکا بلکې په نورو هېوادنو کې هم له پراخو غبرګونونو سره مخ شوي او نتنياهو یې د غزې جنګي جنايتکار بللی.