د يوې خبر پاڼې له مخې چې د کډوالۍ د نړیوال سازمان یا IOM له لوري خپره شوې پکې راغلي: چې افغانستان د هغو لسو هېوادونو په ډله کې دی، چې د اقلیمي بدلونونو له امله ډېر اغېزمن شوی دی.

د نړیوالو بنسټونو د معلوماتو پربنسټ افغانستان په سویلي آسیا کې د هغو هېوادونو په کتار کې شامل دی، چې د وروستیو کلونو وچکالۍ سېلابونو او نورو طبيعي پېښو له امله یې ډېر زیان لیدلی دی.

دا‌ په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت څو ورځې وړاندې په نړیوالو باندې نیوکه کړې وه، چې د اقليمي بدلون په تړاو غونډو کې افغان لوري ته بلنه نه ورکول کیږي، په داسې حال کې چې افغانستان په ورستيو کلونو کې له دغې برخې ډېر اغېزمن شوی او پکار ده چې د اقليمي بدلون په تړاو غونډو او مرستو کې افغانستان له ياده ونه ویستل شي.

افغانستان د اسيا په کچه د هغو هېودانو په سر کې دی چې په وروستیو څو کلونو کې د اقليمي بدلون په لوړه کچه ښکار سره مخامخ دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version