وال‌سټرېټ ژورنال د مؤثقو سرچینو په حواله خبر، ورکړی چې تهران پلان لري چې دا ځل له پیاوړو اسلحو څخه په ګټې اخیستنې د اسراییلو پر وړاندې خورا پیچلی، ويجاړوونکی او جارحانه برید وکړي.

د یادې سرچینې په وینا چې دا تر ټولو خونړی برید به د ایران د سپاه‌پاسدارن د هوایي ځواک پر مټ وکړي. کومو چې له دې وړاندې په عراق کښې د داعش په خلاف په هوایی عملیاتو کښې ګډون کاوه.

دایران مذهبي مشر علي خامنه‌ای په خپلې وروستۍ وینا کې اسرائیلو ته په ځواب ورکولو ټینګار کړی او ویلي دي چې اسرائیل او د هغه ملاتړي امریکا ته به یې ځواب غاښ ماتوونکی وي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې ایران پر صهیونستي رژیم دوه ځلې بریدونه کړي چې په دغو بریدونو کې پر صهیونستي رژیم د بالستیک توغندیو برید هم شامل و.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version