د خوست ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، واک ته د افغان حکومت په رسېدو سره د خوست ولایتي ادارې او قومي مخورو په هڅو او منځګړیتوب په مرکز او ولسوالیو کې شاوخوا ١٧٠ مرګوني خپلمنځي شخړې حل او هوارې شوي دي.

د سرچينې په خبره په یادو شخړو کې یو شمېر داسې شخړې هم شاملې دي، چې نيمه پيړۍ او حتی پيړۍ پخوانۍ وې او په ترڅ کې یې لسګونه کسان وژل شوي وو.

د معلوماتو له مخې په خوست کې ټولې ٧٢٠ خپلمنځي شخړې ثبت او راجسټر شوي دي، چې د مسؤلینو او اړوند ادارو له لوري یې په چټکۍ د حل هڅې روانې دي.

ياده دې وي، چې د افغان حکومت له بيا واکمنېدو را وروسته نه يواځې خوست بلکې د هېواد په نږدې ټولو ولايتونو کې سلګونه خپلمنځي شخړې او مرګونې دښمنۍ حل په دوستۍ بدلې شوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version