د سرپل او کندوز ولایت ځايي چارواکي وایي، چې د وروستیو ورښتونو او سړې هوا له امله په دغو دوو ولایتونو کې څه باندې ۸ زره څاروي له منځه تللي دي.
د چارواکو په وینا، د یادو دوو ولایتونو په دښتو کې د پاتې (بندو) کسانو او څارویو د ژغورلو لپاره د مرستې رسونې بهیر یې پېل کړی او تر اوسه یې په سلګونه تنه له څارویو سره یوځای ژغورلي دي.
بلخوا د سرپل ولایتي ادارې هم ويلي، چې یوازې د دغه ولایتونو په ۲ ولسوالیو کې څه باندې ۸ زره څاروي له منځه تللي دي.
د یاد ونې ده چې، وروستیو ورښتونو او سړې هوا د هېواد په بیلابیلو سیمو کې هم خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي