له خیبر پښتونخوا د هندوکشغږ ځایي سرچینو ویلي، چې وسلهوالو د بنو ولسوالۍ ډومېل سیمه کې د «ډامي» په نوم د پاکستاني پولیسو یوې مهمې پوستې ته چاودنه ورکړي.
د رسېدلو معلوماتو له مخې، د چاودنې له امله یاده پوسته ویجاړه شوې ده.
بل لور ته د پاکستان پوځي رژیم ته نږدې سرچینې ویلي، چې پولیس له پېښې وړاندې له پوستې تښتېدلي وو.
د ویلو ده، چې د دې پېښې مسئولیت کومې ډلې پر غاړه نهدی اخیستی؛ خو تر دې وړاندې بنو کې پر پاکستاني پولیسو بریدونه پاکستاني طالبانو کړي دي.
#هندوکشغږ
