د روسیې کریملین ماڼۍ په يوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن پنجشنبه د یو شمېر هېوادونو د سفیرانو باورلیکونه ترلاسه کوي.
د کرملين خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیست کې په مسکو کې د افغان حکومت سفیر مولوي ګل حسن حسن هم شامل دی، چې خپل باورلیک د روسیې ولسمشر ته وړاندې کوي.
روسيه دا مهال د نړۍ په کچه يواځينی هېواد دی، چې اوسنی افغان حکومت یې په رسميت پېژندلی.
