نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې امریکا د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د وینزویلا د تېلو لومړی پلور بشپړ کړی.

راپور زیاتوي، چې واشنګټن به په راتلونکو اونیو کې د وینزویلا نور زېرمه شوي تېل هم وپلوري.

ټرمپ د وینزویلا د ولسمشر د تښتونې له عملیاتو وروسته ویلي وو، چې د دغه هېواد ۵۰ میلیونه بېرله تېل به د ده تر مستقیمې څارنې لاندې وپلورل شي.

نوموړي هغه مهال دا هم ویلي، چې د نفتو امریکایي شرکتونه به د وینزویلا د نفتي صنعت د بیارغونې لپاره تر ۱۰۰ میلیارده ډالرو پانګونه وکړي.

ټرمپ اوونۍ وړاندې ویلي وو، چې د وینزویلا نوي لنډ‌مهالي حکومت له امریکایي شرکتونو سره د ګډې همکارۍ هوکړه کړې ده.

د یادونې ده، چې د وینزویلا تښتول شوي ولسمشر، نیکولاس مادرو وړاندې په ځلونو ویلي وو، چې امریکا یې د هېواد نفتي شتمنیو ته سترګې پټې کړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version