په افغانستان کې د پرځېدلي جمهوریت تر حاکمیت لاندې پر ښځو مزخرفې بهرنۍ پروژې پلې کېدې، چې هېواد یې ورځ تر بلې د پردیو کلتورونو، اختلاط، ناوړه اړیکو او په مجموع کې د بنسټیزو شرعي اصولو د ماتېدو لور ته سوق کاوه، د دې پروژو تطبیق کوونکي تش په نوم فعالان، سیاسيون او د ښځو په نوم د بنسټونو مشران او مشرانې وې، چې د خپلو شخصي ګټو په حرص کې یې اسلامي او ملي ارزښتونه، کلتور او د هېواد راتلونکې له پامه غورځاوه. اوس چې د جمهوریت له پرځېدو نږدې پنځه کاله تېر شوي، د پردیو پروژو تطبیق کوونکي هم له هېواد څخه تښتېدلي او په هېواد کې دننه د فعالیت توان نه لري.
همدا کسان اوس په بهر کې د افغان ښځو د حقونو تر نامه لاندې له بهرنیو او سیمه ییزو استخباراتي سازمانونو سره پټې معاملې کوي. دا افراد د استخباراتي سازمانونو د اوپراتیفي او تورو پیسو په ترلاسه کولو سره د هېواد د عزت او د کورنیو حقونو د تأمین پر ځای، د خپلو بهرنیو بادارانو اجنډاوې پلې کوي. دا ډول معامله ګري د دې لامل شوې چې د ټولنې باور په ټوله کې پر دغو فعالانو کم شي او داسې وانګېري چې دوی د خپلو شخصي ګټو لپاره د خپل هېواد پښې وهي.
دا استخباراتي مهرې یوازې د «ښځو د حقونو» له نوم څخه د ابزار په توګه کار اخلي ترڅو خپلو بهرنیو تمویلونکو ته دا وښيي چې دوی لا هم په میدان کې فعال دي او د نفوذ ځواک(!) لري. دوی په اصل کې د ښځو د وضعیت له ښه کېدو سره هېڅ علاقه نه لري، بلکې د نمایشي غونډو او شعارونو له لارې غواړي خپل استخباراتي امتیازات او مالي پروژې جاري وساتي. د دوی فعالیتونه یوازې یو کاذب تصویر دی چې په پاکستان او ځینو اروپایي پلازمېنو کې د استخباراتي رابطانو د خوښۍ لپاره وړاندې کېږي.
دا افراد د آیایسآی او نورو افراطي کړیو په خدمت کې دي او د هغوی په لارښوونه داسې سناریوګانې طرحه کوي چې ظاهراً د حق غوښتنې رنګ لري، خو په باطن کې د استخباراتي موخو لپاره یوه نمایشي لوبه ده. د دوی یوازینی هدف د مالي پروژو تمدید، د مالي امتیازاتو ترلاسه کول او په بهر کې د سیاسي موقفونو ساتل دي. دوی په داسې حال کې د «فعال پاتې کېدو» ډرامه لوبوي چې د پاکستاني استخباراتو په شمول ځینې نور استخباراتي سازمانونه، په افغانستان کې د استخباراتي پروژو لپاره د فوزیه کوفي او د هغې د همفکرانو په څېر د وفادارو اجیرانو په لټه کې دي.
اوس چې د سیمې استخباراتو په دې صفونو کې ښکاره نفوذ کړی، نو د دوی د مبارزې ماهیت هم له اصلاحي حالت څخه په یوې تخریبي او تجارتي پروژې بدل شوی. دا څو محدود اشخاص او فعالانې چې د استخباراتي سازمانونو مهرې ګرځېدلي، باید وپېژندل شي او رسوا شي. دوی په بهرنیو هېوادونو کې په مجللو هوټلونو کې ناست دي او د افغان ښځو د حقونو په نوم معاملې کوي، یوازې د دې لپاره چې د دوی لپاره بهرنۍ پروژې دوامداره شي.
ځینو تش په نوم پخواني افغان سیاسيونو، فعالانو او چارواکو هم د دغو بهرنیو استخباراتو د نفوذي کړیو پر کاذبو فعالیتونو سکوت اختیار کړی، چې په حقیقت کې د دوی تائید کوي او پرې خوښ دي؛ ځینې بیا برعکس په ښکاره د دغه کړیو ستاینه او ملګرتیا کوي، چې دا هم د افغانستان د علیا مصالحو په ضد دریځ نیول دي. پکار ده چې واقعي افغانان د دغه پروژهيي حرکتونو په وړاندې اصولي او واقع بینانه دریځ ونیسي او د رسوا کولو لپاره یې هڅې وکړي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
