د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سپینې ماڼۍ په یوه خبري کنفرانس کې د امریکا له خوا د ایران پر درېیو هستوي تاسیساتو ترسره شوي پوځي بریدونه د امريکا لپاره ستر پوځي بری وګاڼه.
ټرمپ په خپلو خبرو کې وويل «د ایران د یورانیمو غني کولو مهم تأسیسات بشپړ له منځه وړل شوي دي او زه کولای شم نړيوالو ته دا خبره وکړم چې دا بريدونه د امريکا لپاره يوه ستره پوځي بريا وه.»
د هغه د دې څرګندونو پر مهال د ولسمشر مرستیال جيډي وينس، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او دفاع وزیر پېټ هېګسېت هم شتون درلوده.