د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي، چې د ایران او اسرائیل ترمنځ جګړه باید پای‌ ته ورسیږي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له‌مخې، ټرمپ زیاته کړې: پوتین هم زما په څېر فکر کوي چې دا جګړه باید پای ته ورسېږي، ځکه چې د دې دوام به د سیمې او نړۍ امنیت ته جدي ګواښ پېښ کړي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ایران او صهیونیستي اسرائیلو ترمنځ جګړه نوې پړاو ته داخله شوې او نړیوالې هڅې د دې جګړې د مهار لپاره لا هم بې پایلې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version