په نننۍ نړۍ کې تر ټولو ستر نعمت چې انسانان سخته اړتیا ورته لري او د ژوند د کالبُد لپاره د روح په څېر اړین بلل کیږي، هغه د ژوند په چاپېریال کې امن او ارام دی.
افغانستان چې نوم یې کلونه، کلونه له نا امنۍ، وژنو او تاوتریخوالي سره تړلی و، د نوم له اورېدو سره به یې د وینو تویېدل، غلا، اختطاف او زورزیاتی ذهن ته درېدل، نن د اسلامي نظام په برکت داسې امن او سکون ته رسېدلی چې د دې خاورې په تاریخ کې کم ساری او حتی بې ساری بلل کیږي.
د جمهوريت په دوه لسیزو واکمنۍ کې افغانستان د خپل تاریخ له ټولو ترخو او تیاره حالاتو تېر شو؛ دا یو داسې وخت او حالت و چې د خلکو مالونه لوټېدل، د خلکو عزت، ناموس او حق تر پښو لاندې کېده، ماشومان تښتول کېدل او ځوانان به د وړو، وړو پلمو لپاره وژل کېدل. که د بازار له خلکو او کسب کارانو سره د هغه وخت په اړه خبرې وکړې، داسې دردناکې او وېروونکې کیسې کوي چې په اورېدو یې د وجود ویښتان دریږي.
د هغه وخت غله چې له نظام سره تړلي چارواکي یې تر شا ولاړ وو، پرته له وېرې یې هر ډول جرم ترسره کاوه؛ د معصومو ماشومانو له اختطاف نیولې، د ځوانانو تر وژنو او د خلکو د شتمنیو تر لوټلو پورې، هر څه یې ترسره کول. د دې ډول مجرمانو په وړاندې هېڅ قانون او عدالت شتون نه درلود، فاسد حکومتي مقامات یې ملاتړي وو.
د اسلامي نظام په واکمنېدو سره، له دې شل کلن ویروونکي خوب او تیارو وروسته، افغانستان ته سرتاسري امنیت را ستون شو، د غلو او اختطاف کوونکو ځالې له منځه لاړې، اوس داسې امنیت ټینګ شوی چې یو وخت د افغانستان د خلکو لپاره یو خوب او خیال و. داسې امنیت چې د افغانستان دردېدلی ملت یې په خپلو سترګو ویني او په روح یې حس کوي.
اوس یو داسې امنیت راغلی چې په برکت یې خلک د شپې ناوخته هم په کوڅو او سرکونو کې په ازادانه توګه ګرځي، په شپه او ورځ، هر ساعت چې وغواړي د هېواد هر کونج ته له ویرې او ګواښ پرته سفر کولای شي.
پر دې سربېره، افغانستان ته د بهرنیو سیلانیانو راتګ او د هېواد له طبیعي او تاریخي ښکلاوو لیدنه، چې پخوا یې بېلګه نه وه، د افغانستان د امن او آرامې فضاء ښکاره ثبوت دی.
له دې هر څه سره، سره هغه کسان چې د ناکام او پرځېدلي جمهوريت پر مهال د نا امنۍ او ګډوډۍ اصلي عاملین وو، اوس دا امن او آرام نشي زغملی، ځکه خو وخت نا وخت په مجازي نړۍ کې بې بنسټه آوازې خپروي او منفي تبلیغات کوي، ترڅو اوسنی امن تر سوال لاندې راولي او خلک د اوسني حالت په اړه نهیلي او بدبین کړي.
هغوی چې په هېواد کې دننه ژوند کوي، تر هر چا ډیر، په زړه او روح سره اوسنی امنیت احساسوي او په دې ښه پوهېږي چې په مجازي فضاء کې د دوی تبلیغات دروغ، بې بنسټه، له حقیقت څخه لېرې او د اوسني امنیت په وړاندې تبلیغاتي جنبه لري.
اوس مهال افغانستان د اسلامي نظام تر سیوري لاندې، د ثبات او امن یو داسې نوی باب تجربه کوي چې د دې خاورې په معاصر تاریخ کې ساری نه لري.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.