د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نویو فرمانونو د اعلان په لړ کې د ناقانونه کډوالو د مخنیوي په موخه له مکسیکو سره پر ګډه پوله بېړنی حالت اعلان کړ او په پام کې ده چې هلته اضافي امنیتي تدابیر هم ونیسي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې ټرمپ هغه ډلې چې له مکسیکو پولې ور اوړي او جنايي پېښې ترسره کوي، د ترهګریزو ډلو په نوم ونومولې.
ټرمپ، د کډوالو هغو ماشومانو ته د تابعیت ورکولو طرحه هم نږدې څلور میاشتې وځنډوله چې، په امریکا کې زیږېدلي څو د پلرونو او مېندو قضیه یې معلومه شي.