اسوشټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې په بهرنیو چارو وزارت کې څه باندې ۱۳۰۰ کارکوونکي له دندو ګوښه کړل.

د سرچينې په خبره دغه اقدام د بشري ځواک د کمولو یوه برخه ښودل شوې، خو د اداري اصولو، انساني حقونو او سیاسي موخو له اړخه یې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د معلوماتو له مخې، د بهرنیو چارو وزارت ۱۳۵۳ کارکوونکو چې د یوه رسمي اېميل له لارې له دندو د ګوښه کېدو خبر ترلاسه کړی، له ډلې یې۱۱۰۷ تنه غيرنظامي اداري کارکوونکي او ۲۴۶ تنه رسمي ډیپلوماتان دي.

راپور زياتوي، چې دا کار د وزارت د بشري منابعو د کمښت د پراخ پلان یوه برخه ده، چې موخه یې د لګښتونو کنټرول، د «غېرضروري پوستونو» له منځه وړل او د «موثر تشکیلاتي جوړښت» رامنځته کول بلل شوي.

ياده دې وي چې واک ته د ټرمپ له رسېدو وروسته د دغه هېواد د ګڼ شمېر ادارو زرګونه کسان له دندو لرې شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version