د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې، چې د غزې تړانګې لپاره د اوربند یوه نوې هوکړه نږدې ده او ښايي راتلونکې اوونۍ وروستۍ شي.

ټرمپ ویلي، د غزې خلک له سختو شرایطو سره مخ دي، ژوند له لاسه ورکوي، خو څوک یې لاسنیوی نه‌کوي.

نوموړي زیاته کړې، امریکا دا مهال دوی ته د مرستې رسولو هڅه کوي.

ټرمپ د دغې هوکړې د مواردو په اړه څه نه‌دي ویلي؛ خو حماس غورځنګ تر دې وړاندې پر خپلو شرایطو ټینګار کړی او د ټرمپ دې تازه ادعا ته یې غبرګون نه‌دی ښودلی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version